د افغانستان برېښنا شرکت وایي؛ د دې شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان برېښنا شرکت ترکمن انرګواو د دغه هېواد لوړ پوړي پلاوي له لورې د هرات نورالجهاد ۱۲۵ مېګاولټ امپیر پراختیايي پروژه پرانېستل شوه.
یاد شرکت زیاتوي، په دې پروژې کې د هرات نورالجهاد (۲۲۰/۱۱۰/۱۰) کېلو ولټ سب سټېشن ډیزاین، چمتو کول، ساختمان، نصب، ټیسټینګ او کمیشننګ شامل دي.
د دې پروژې په پرانېستغونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر خپله وینا کې ویلي؛ دا هغه پروژه ده، چې کلونه وړاندې پیل شوې، خو له بده مرغه د امریکایي اشغال په وخت کي یې خنډونه زیات او کارونه یې په ټپه دریدلي وو، چې له نیکه مرغه یې نن کارونه بشپړ او ظرفیت یې له ۱۱۰ کېلوولټ څخه ۲۲۰ کېلوولټ ته لوړ شو.
د دې لویې پروژې پرانېست غونډه کې ډاکټر عبدالباري عمر له دوست او ګاونډي هېواد ترکمنستان څخه د هر اړخیزو همکاریو په پار مننه کړې او پر پانګوالو یې غږ کړی، چې اوس د صنعت په ګډون ټولو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره شوې او باید ټول پانګوال د خپل هېواد ابادولو کې د پانګونې پراختیا له لارې برخه واخلي.
ښاغلي عمر ویلي، د راتلونکې لپاره یې هېواد کې د برېښنا کمښت ستونزو حل لپاره د ملي شبکې بشپړتیا سربېره راتلونکو څلورو کلونو کې څلور زره مېګاواټو ته د برېښنا کچې لوړول په پلان کې دی.
په دې مراسمو کې د ترکمنستان برېښنا وزارت مشرتابه پیغام عبدالظاهر کهن لوستی، چې د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي پروژه، ټاپې او تورغونډۍ رېل پټلۍ پروژې یې د افغانستان او ترکمنستان ګاونډیو او وروڼو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو د دوام او لویو اقتصادي پرمختګونو ته د رسیدو برخه کې سترې بنسټیزې پروژې بللي دي.
د هرات نورالجهاد سب سټېشن او ترکمنستان څخه د برېښنا ظرفیت لوړتیا پراختیايي پروژې کې د هرات عالمانو شورا مرستیال شیخ عبدالحمید او دغه راز د هرات ولایت صنعت کارانو استازي نذیر احمد کامګار هم ویناوې کړي او د برېښنا له رهبرۍ یې د مننې تر څنګ یې دا پروژه لویدیځ زون لپاره ستر پرمختګ یاد کړی دی.
له ترکمنستان هېواد څخه د ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا رالیږد او د نورالجهاد ۱۲۵ مېګاولټ امپیر ترانسفارمر پراختیايي پروژې چارې وروسته له یو لړ تعدیلونو د درې میلیونه،۵۳۹ زره او ۲۹۵ ډالرو په لګښت د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ او پرله پسې ټېنګار پایله کې بشپړه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دا یوازې د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي پروژه نه وه چې پرانېستنه یې وشوه، بلکې له دې سره په هم مهاله توګه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان ته ګازو نل لیکي (TAPI) پروژې چارو پیل، د تورغونډۍ رېل پټلۍ او د نوري فایبر مزي لېږد په ګډون په ټوله کې د شپږو پروژو چارو پیل پرانېستنه شوې.