اسرائیلي یرغلګرو په مرکزي غزه کې یو ځل بیا د کډوالو او بېځایه شویو فلسطینیانو پر یوه ښوونځي برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (انروا) وايي، چې په یادو کسانو کې ۶ د دوی کارکوونکي دي.
د یادې ادارې په وینا؛ په د ‘الجاعوني’ په نوم په یاد ښوونځي کې ۱۲ زره بېځایه شویو فلسطینیانو، چې ډېری برخه یې ښځې او ماشومان دي، پناه اخیستې وه او اسرائیلي عسکرو دوه هوايي بریدونه پرې کړي دي.
انروا زیاتوي؛ دا پینځم ځل دی چې اسرائیلي عسکرو پر غزه د بریدونو له پیل راهیسې یاد ښوونځی په نښه کوي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په اکس پاڼه لیکلي: “غزه کې هېڅوک خوندي نه دي.”
یوه ژوندۍ پاتې فلسطیني مېرمن وايي، چې خپل ټول شپږ ماشومان یې له لاسه ورکړي دي.
نوموړې الجزیرې ته ویلي: “ایا دا ماشومان ترهګر دي؟ خدای دې دوی ته سزا ورکړي. اسرائیلو زموږ کور وران کړ؛ زموږ خلک یې مړه او وږي کړل؛ ښځې مو کونډې شوې او ماشومان مو یتیمان شول.”
“شپږ ماشومان… کوم جرم، دې معصومو ماشومانو کومه ګناه کړې وه؟”
لسګونه زره هغو فلسطینیانو، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي، د غزې په ښوونځیو کې پناه اخیستې. خو د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه وروسته دا شپږم ځل دی، چې اسرائیلي یرغلګر پر ښوونځيو وژونکي بریدونه کوي.
د اګسټ پر لومړۍ نېټه غزه ښار کې پر دلال-المغربي ښوونځي د اسرائیلي یرغلګرو په برید کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان شهیدان شوي او د اګسټ پر درېیمه د همدې ښار پر حمامه ښوونځي د برید له امله ۱۶ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اګسټ پر څلورمه بیا د غزې ښار په لوېدیځ کې په النصر و حسن سلامه ښوونځي د اسرائیلو یرغلګرو د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي. دغهراز د اګسټ پر ۸مه د غزې ښار د عبدالفتاح حموده او الزهرا ښوونځي په برید کې ۱۷ نور فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اګسټ پر لسمه بیا د غزې ښار په ختیځ کې پر التبین ښوونځي د اسرائیلو یرغلګرو په برید کې له ۱۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم یوولس میاشتنیو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۸۴ فلسطینیان شهیدان او ۹۵ زره او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

