ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: ولسونو ته خدمت او د ستونزو حل یې د اسلامي امارت مسولیت دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار د چپرهار او پچیراګام او لوګر د برکي برک ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د ننګرهار د چپرهار او پچیراګام ولسوالیو قومي مشرانو په خپلو سیمو کې د یو لړ پروژو د پیل له امله د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت له همکارۍ په مننې ویلي، د پخوانیو وړاندېزونو پر بنسټ یې په سیمو کې د پراختیايي پروژې لومړني کارونه پیل شوي او ژر به یې عملي چارې هم ترسره شي.

د ننګرهار قومي مشرانو ویلي؛ سیمې یې د جګړو له امله ځپل شوې او ولسونه لاډېرو لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي غوښتنه لري.

دغه‌راز یادو قومي مشرانو په چپرهار او پچیراګام ولسوالیو کې د روغتیايي روغتونونو، سړک او ښوونځیو د رغولو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.

همدارنګه د لوګر د برکي برک ولسوالۍ قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت له مشرانو او مسولینو سره لیدنې د خلکو د ستونزو د حل لپاره مهمې او ګټورې بللي او ویلي يې دي، د هېواد په کچه قومي جوړښتونه او علما له خپل نظام څخه خوښ او په هېواد کې د وروستیو لویو پروژو هرکلی او ملاتړ کوي.

د برکي برک قومي مشرانو ځیني وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي.

مولوي عبدالکبیر قومي مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، د قومي مشرانو او علماوو پر لیدنو خوښ دی او له ولسونو سره همکاري او د ستونزو حل خپل مسولیت بولي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ولس د ملاتړ او قربانیو په پایله کې اسلامي نظام حاکم کړی، نو خلکو ته خدمت د حکومت لومړیتوب دي.

د دغو ناستو په پای کې مولوي عبدالکبیر قومي مشرانو  او علماوو ته ډاډ ورکړی، چې پر ستونزو به یې غور وشي او حللارې به ورته ولټوي.