ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ افغان کرېکټ بورډ د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي؛ د لوبغاړو غوراوي کمېټې نن د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ.

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام ومومي.

تکړه پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د تمریناتو پرمهال ټپي شو او د چپې پښې ښنګری یې واوښت چې له امله به یې د سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

دغه راز د ملي لوبډلې د پیاوړي ورو توپ اچوونکي مجیب الرحمن د لاس ټپ لا هم ندی رغېدلی او د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو کې به هم د افغان لوبډلې ملتیا نه کوي.

د سوېلي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې دوه ځوانو لوبغاړو ته، چې په کورنیو سیالیو کې یې له ځانه غوره وړتیا ښودلې، ځای ورکړل شوی دی.

تکړه ښي لاسی پیلیز توپوهونکی عبدالمالک، چې په تېرو کورنیو لېسټ اې سیالیو کې یې ښه کارکردګي درلوده، د ابراهیم ځدراڼ پر ځای د لوبډلې برخه ګرځېدلی دی.

همدارنګه، بل تکړه توپوهونکی دروېش رسولي، چې په تېرو لېسټ اې او شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې، لوبډلې ته اضافه شوی دی.

دروېش رسولي تر اوسه اووه نړیوالې ۲۰ اوریزې سیالۍ ترسره کړې، خو دا به لومړی ځل وي چې نوموړی په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری راشد خان، چې په تېرو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د ایرلنډ پر وړاندې نه و لوبېدلی، اوس لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

په لوبډله کې نور هغه لوبغاړي شامل دي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې لوبېدلي وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي؛ د لومړني ځل لپاره د سوېلي افریقا کوربه توب کوو چې دا زموږ د کرېکټ په تاریخ کې غوره لاسته راوړنه شمېرل کېږي، سوېلي افریقا د کرېکټ د نړۍ خورا غوره لوبډله ده او د دغې لوبډلې پر وړاندې لوبو ته موږ ټول لېواله یو.

نوموړي زیاته کړه؛ د لویو لوبډلو سره لوبو ته موږ د یوې پروسې په سترګه ګورو او غواړو چې زموږ لوبډله په دوه اړخیزو سیالیو کې هم هومره پیاوړې شي څومره چې د تېرو دوه-درې کلونو په موده کې په بېلابېلو نړیوالو جامونو کې لوبېدلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې لنډمهالی مشر احمد شاه سلیمانخېل وايي؛ ابراهیم ځدراڼ تېره اونۍ د تمریناتو پر مهال ټپي شو، چې له امله یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبې له نوملړ بهر شو او همدارنګه به د سوېلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره هم د لوبډلې برخه نه وي.

سربېره پر دې، مجیب الرحمن لا هم تر درملنې لاندې دی او د سوېلي افریقا پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې هم ګډون نه شي کولی.

نوموړی زیاتوي؛ موږ دا ځل دوه نوي ځوان لوبغاړي لوبډلې ته اضافه کړي دي، عبدالمالک او دروېش رسولي په وروستیو کورنیو سیالیو کې غوره لوبې کړې دي.

همدارنګه، الله محمد غضنفر، چې په تېرو نړیوالو او کورنیو سیالیو کې یې ښې لوبې کړي دي، هم لوبډله کې ټاکل شوی دی.

موږ هیله لرو چې غضنفر به د مجیب الرحمن تشه د سوېلي افریقا پر وړاندې لوبو کې په غوره توګه ډکه کړي او د افغان لوبډلې لپاره به ښې لوبې وکړي.

د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.