د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د یونیسف په مالي مرسته د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ په تبه خان او فقیر اباد کلیو کې د ۵۱۸ زره او ۷۱۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې او د اوبو تصفیه خونې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، یو شمېر مسولینو او ځايي اوسېدونکو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې ملا محمد یونس اخندزاده ویلي؛ نن دا دي کابل کې د لومړي ځل لپاره د سیند خړو اوبه تصفیه کولو پروژه افتتاح کېږي، چې د یادي سیمې د اوسیدونکو لپاره یوه حیاتي او ارزښت لرونکي پروژه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې له نن څخه وروسته به هېڅوک هم له کور څخه په مترو-مترو لیري د اوبو راوړلو لپاره نه ځي، په خپل کور کې به د څښلو اوبه لري او هر چا ته به په کور کې د پاکو اوبو نل لګیدلي وي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر ډاډ ورکړی، چې د خپلو شته امکاناتو له مخې به په بېلابېلو برخو کې کلیوالو ته خدمت وکړي او له دوی یې غوښتي، چې د خپلو پروژو په ساتنه کې جدي کوښښ وکړي.
نوموړي پر موسساتو غږ کړی، چې هڅه باید وکړي، تر څو په ټولګټو او سالمو پروژو باندې کار وکړي.
په یاده شبکه کې د ۸۰، ۱۳۰ او۸۰ متر مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو د درېیو ذخیرو جوړول، د ۱۲ زره او ۹۲۶ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۱۱۸ سولر تختو او ۵۲۶ شیردانونو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې د یادو کلیو ۱۲۹۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

