ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتيکا کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نېزه وهنې درېيم پړاو سيالۍ د غزنې لوبډلې په اتلولي پاې ته ورسېدي

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه‌ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري په مرکزي ميدان کې د شپږو ولایتونو ۷ لوبډلو تر منځ د نېزه وهنې درېیم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دا لوبې ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه پیل شوې.

په دې سياليو کې د زابل، غزني، خوست، پکتيا، ميدان‌وردګ او کوربه پکتيکا A او B لوبډلو ګډون کړی و، چې په لومړي او دويم پړاو کې غزني لوبډلې تر نورو ښه لوبه وکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.

په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي؛ دا ډېر د خوښۍ ځای دی، چې په لومړي ځل په پکتيکا کې د نېزه وهنې ولايتي سيالۍ ترسره کېږي.

نوموړي نېزه وهنه تاريخي او ملي لوبه یاده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره ملي او دوديزو لوبو تر بل هر وخت لا ډېره وده کړې ده.

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او د بدنې روزنې او ورزشي چارو امر ډاګټر عثمان سیرت ویلي، چې د هېواد ورزش په تېرو درېيو کلونو کې په پراخه کچه وده کړې او هڅه مو دا ده، چې د نېزه وهنې ملي لوبه نورو ولايتونو ته هم وغځوو.

دوی زیاتوي، چې د یادو سیالیو موخه لیري ولایتونو او کلیوالي سیمو ته پاملرنه په نړیوالو سیالیو کې د هېواد د نېزه وهنې ملي لوبډلې ګډون کول دي.

د نېزه وهني لوبغاړو او له نورو ولایتونو پکتیکا ته ورغلو ځوانانو د داسی لوبو په برابرولو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په لیري پرتو سیمو او ولسوالیو کې دې د نیزه وهني لوبغالو ترڅنګ دې ته ورته سیالۍ پيل شي، تر څو د نېزه وهنې لوبې نوي مهارتونه یو بل ته ورښودل شي.

د یادونې ده، چې د نیزه وهني په درېیم پړاو سیالیو کې غزني ولایتي لوبډلې لومړی، پکتیکا ولایتي لوبډلې دویم او میدان وردګ ولایتي لوبډلې درېیم مقامونه ترلاسه کړي دي.