ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان ولایت کې د شاهي کانال جوړونې چارې پیل شوې

د اوبو او انرژي وزارت وايي؛ دغه پروژه د ملا عبداللطیف منصور، د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني، د وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسولینو، سیمه ییزو مسولینو او د لغمان ولایت د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي وزیر د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د یادې پروژې ارزښت ته اشاره کړې او ژمنه یې کړې، چې هڅه کوي چې د دغه کانال د نورو برخو د پلي کولو امکانات هم چمتو شي.

ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ د اوبو او انرژي وزارت له لوري په هېواد کې د اوبو او برېښنا د تولید بندونو د جوړولو په برخه کې ګڼ شمېر کارونه ترسره شوي او اوسمهال هم د پینځو نورو سترو بندونو د پروژو د پلي کولو لپاره امکانات چمتو شوي، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پيل شي.

په ورته مهال د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني ویلي؛ د شاهي کانال جوړونه نه یوازې د لغمان، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو لپاره یوه ستره  او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده.

له بلې خوا، د وزارت د سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د شاهي کانال جوړونه د اوبو د مدیریت او د کرنې د پراختیا په برخه کې یو ستر ګام بللی.

همدغه راز د قراردادي شرکت مسول د پروژې د غوره پلي کېدو ژمنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې شاهي کانال د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې موقعیت لري.

دغه کانال په ټوله کې د دوو فازونو په درلودلو سره ۷۰ کیلو متره اوږدوالی لري او کابو ۲۰ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې لومړی فاز د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي سره په څلورو برخو(لاټونو) کې پلي کېږي او  پینځه زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د دغې پروژې د لومړي فاز لومړۍ برخه ۶.۶ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د پلي کولو په موخه له دوو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوی دی.