ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قطر سفارت له استازو او د جاپان له سفیر سره د عامې روغتیا د وزیر لیدنه؛ د روغتیايي سکټور په پیاوړتیا خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سفارت له استازو یوسف عبدالله المهندي او مردف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د قطر هېواد له لوري په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا، په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او د افغانستان روغتیايي سکتور سره د قطر هېواد د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیايي برخې  پیاوړتیا لپاره د نړیوالو په ځانګړي توګه د قطر هېواد همکاري اړینه ګڼلې او په دې برخه کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتنه کړې.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرکند کړی او په نږدې راتلونکي کې یې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیایي چارو د پیل او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ څرګند کړی.

همداراز مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د جاپان هېواد له سفیر کورومیا تاکایوشي سره هم لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد د مرستې په ځانګړي ډول د روږدو ناروغانو د درملنې، واکسین، ساري ناروغیو د کنټرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د لا دوامداره همکاریو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزیر په روغتیايي برخه کې د جاپان هېواد همکاري اړینه بللې او په دې برخه کې یې د یاد هېواد په همکارۍ ټینګار کړی.

له بل لوري د جاپان هېواد سفیر د روغتیا په برخه کې پر خپلو دوامداره همکاریو ټینګار ته په اشارې د روږدو د درملنې، واکسین او ساري ناروغیو د کنټرول برخه کې د بشپړې همکارۍ او مرستې ډاډ څرګند کړی او ویلي يي دي؛ موږ ژمن یو، په نږدې راتلونکي کې په یادو برخو کې د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړو.