د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د اوزبیکستان سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې کتنه وکړه.
په پيل کې، د اوزبیکستان سفیر ښاغلی یادګار خواجه شادمانوف چې ۱۲ کاله وروسته یې په افغانستان کې د سفیر په توګه ماموریت پایته ورسېده، له خپل هېواد سره د افغانستان اسلامي امارت په نېکو اړیکو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، د خپل ماموریت پرمهال یې په دې هېواد کې کوښښ کړی، چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شي او پراختیا ومومي.
نوموړي دې ته په اشارې چې د اوزبیکستان دولت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی زیاته کړې، د هېواد سوداګز او پانګوال یې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کانونو د را اېستلو او انرژي په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په کابل کې د اوزبیکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره په لیدنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د کړنو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې ورته د بریالیتوب هیله کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوږدو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو په یادولو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی.
نوموړي همدارنګه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې هرکلی کوي او سوداګرو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.