د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد ولایت علماوو ویلي، په دې ولایت کې په بشپړ ډول امنیت ټینګ شوی او محلي مسولین تل د خلکو د ستونزو د حل کوښښ کوي.
نوموړو له مسولینو غوښتي، چې په دې ولایت کې د مدرسو، ښوونځیو، معیاري روغتیایي مرکزونو او د بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت، هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او په دې برخو کې خپلې هڅې نه درېغوي.
مولوي عبدالسلام حنفي د یادو علماوو د وړاندیزونو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به ترخپله وسه رسېدنه ورته وکړي.