ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

باميانو کې د دوو قومونو ترمنځ ۵۰ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

د بامیان ولايت په يکه ولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو لويو قومونو ترمنځ هغه ۵۰ کلنه شخړه هواره شوه، چې د وخت حکومتونو او خلکو د ډيرو هلو ځلو سره سره ناحل پاتې وه.

د یاد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت د قومي مشرانو، مصلحينو، علماوو او د اسلامي امارت د ځينو مسولينو په ګډو همکاريو دغه اوږده شخړه حل شوه او دواړه طرفونه د سولې په ټغر سره کېناستل.

مصلحينو او جرګه کوونکو د يادې موضوع د ښه تشخيص په موخه سيمې ته سفر وکړ او د دواړو طرفونو په عادلانه فيصله يې دغه ۵۰ کلنې شخړې ته د پاي ټکی کيښود.

ښکېلو اړخونو د اسلامي امارت له مسولينو څخه مننه کړې، چې یاد جنجالي شخړه يې ورحل کړه او ژمنه يې کړې، چې راتلونکي کې به د يو بل پر واندې هيڅ تاو تريخوالي ته زړه نه ښه کوي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې حل او فصل کړې دي.