د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي عُمان هېواد ته د سفر په ترڅ کې د مل پلاوي سره په ګډه د شرقي مديترانې حوزې هېوادونو له استازو سره د ‘’Advancing Public Health Preparedness and Response: Challenge, opportunities and Ways Forward’’ په اتم سیمه ییز کنفرانس کې کډون وکړ.
په دې کنفرانس کې چې د شرقي مديترانې حوزوې د ۲۲ هېوادونو د روغتیا برخې استازو په کې ګډون کړی و، د هېوادونو ترمنځ د روغتیايي میزان پر پیاوړتیا، په روغتیايي برخه کې په ناڅاپي توګه رامنځته کېدونکو بېړنيو پېښو ته پر چمتووالي، د واکسیناسیون خدماتو پر پیاوړي کولو، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو خبرې شوې دي.