د پوهنې وزارت وايي، د هلمند ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ۲۰ بابه ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو جوړولو او د ۲۰ بابه نورو ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.
په همدې مناسبت د هلمند ولایت د پوهنې رییس له لوري د ځایي مسولینو او علماوو په شتون کې د یو شمېر ښوونځيو (دوه بابه د بازار په مرکز، یو باب په نوزاد او یو باب دوسنګ کلي کې) د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د هلمند ولایت د پوهنې ریيس د معلوماتو له مخې، د یادو څلور بابه ښوونځيو د رغونې ټولیز لګښت ۴۲ مېليونه او ٢٩٦ زره افغانۍ اټکل شوى، چې د يو همکار بنسټ له لوري تمویلېږي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ښونځیو هره ودانۍ به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه، چې ټولې اړینې اسانتیاوې به ولري.
دغهراز عامو خلکو په خپلو سیمو کې د ښوونځیو له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او د ښوونیزو بنسټونو د رغولو او پراختیا په برخه کې یې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه کړې ده.

