ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سترې محکمې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ

د سترې محکمې مسولینو نن، د چهارشنبې په ورځ (۲۸ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې محکمې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د سترې محکمې مسولینو په یاد خبري کنفرانس کې وویل؛ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې، د نېکمرغه کوچني او لوی اختر په مناسبت دوه زره او ۳۰۴ تنه بندیان ازاد شوي او یو زر او ۹۲۰ تنه نور د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي.

مسولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې په مجموعي توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل شوي دي.

د سترې محکمې د مسولینو په وینا؛ په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۵۰ زره او ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې په دوران کې وې، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه، ۳۴ زره او ۷۶۲ قضیو ته په مرافعه او اته زره او ۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

مسولین زیاتوي؛ چې د یادو قضیو له جملې څخه، د نشه یي توکو اړوند اته زره او پینځه او د ښځو د شرعي حقونو اړوند درې زره او ۳۷۳ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

 د مسولینو په وینا، سترې محکمې په وروستي یوه کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۸ وثیقې اجرا او په ډېټابېس کې ثبت کړي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ چې په تېر کال کې د کابینې ۳۳۵ مصوبات او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله احکام او فرمانونه سترې محکمې ته رسیدلي، چې په اړه یې اصولي اجراآت ترسره شوي دي.

په همدې ډول په تېر کال کې د سترې محکمې عالي شورا ۳۸ ناستې کړي، چې په دې ناستو کې د ۱۹۱ مهمو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې ترسره شوي دي.

د سترې محکمې مسولینو د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د تفتیش لوی ریاست موظف پلاوي ۵۳۳ موضوعات له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم تفتیش کړي دي.

سربېره پر دې ټاکل شوي پلاوي په وروستي یوه کال کې ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي، د مرافعه، ښاري او ولسوالیو د ابدائیه او نورو محکمو د تفتیش تر څنګ یې له زندانونو هم لیدنه کړې او د زندانیانو د وضعیت ارزونه یې تر سره کړې ده.