د پکتیکا په ګیان او برمل لرو پرتو ولسوالیو کې د دې ولایت په همغږۍ د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ د ۶۶ میلیونو په ارزښت دوه روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالله جان حقمل ویلي؛ دغه دوه روغتیایي مرکزونه د ګیان په ولواس او د برمل په ډنګر لګډ سیمو کې په اساسي ډول جوړېږي، چې ټولې اسانتیاوې به ولري.
نوموړی زیاته کړې، د یادې ولسوالی خلکو په روغتیایي برخه کې ډېرې ستونزې لرلې، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به تر ډېره د دوی روغتیایي ستونزې حل شي.
سیمه اییز اوسیدونکي خوښ دي، چې د دوی په سیمه کې د لومړي ځل لپاره په دومره لوړه کچه د روغتیایي مرکزونو د بنسټ ډبرې ایښول کیږي.
ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یوې زورورې زلزلې ولړزلې او پایله کې سلګونه کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان شول.