د ټولګټو وزارت وايي؛ د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د ۱۷.۹ کیلومتره سړک د ATB (د آسفالټ لومړۍ طبقې) کار بشپړ شو او د پاتې طبقو کار یې هم په چټکۍ سره جریان لري چې د ژمې له را رسېدو مخکې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار په بېلابېلو برخو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او دا مهال عملاً جریان لري.