د کرنې وزارت وایي؛ د دې وزارت د خاورو پېژندنې ریاست د خاورې د ازمېښت، د کرلو وړ بوټو د ټاکلو او د کانالونو د فرعي او څانګیزو برخو د ډیزاین د طرحې لپاره ملي پراختیا شرکت ته د اړونده معلوماتو د ورکولو په موخه، د قوش تیپې کانال د ساحو د خاورو د سروې او نمونې اخیستنې پروګرام پیل کړی دی.
یاد وزارت زیاتوي؛ دغه بهیر د خاورو پېژندنې ریاست د شپږ کسیز متخصص ټیم لخوا پیل شوی، چې یاد شوی پروګرام به دوه میاشتې دوام وکړي.
په لومړي ګام کې به د توپوګرافي نقشې پر بنسټ ۱۰۸ کیلومتره ساحې سروې او د خاورو نمونې ترې واخیستل شي، له دې وروسته به دغه بهیر تر وروستیو سیمو پورې ادامه پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د قوش تیپې کانال تر پوښښ لاندې سیمو د خاورو د سروې او نمونو اخیستو وروسته، راټولې شوې نمونې به د دې ریاست په لابراتوارونو کې تجزیه او تحلیل شي.
د دې پر بنسټ به د خاورو وروستۍ نقشې او د مطالعې راپورونه ترتیب شي، ترڅو د ځمکو ښه استعمال او د سیمو د خاورو اصلاح لپاره اړوندو لورو ته وړاندې شي.