ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ٥٣ تنه منسوبین شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او بیلابیلو قول اردوګانو ۵۳ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د عمومي خدمتونو ښوونځي د عقیدتي او مذهبي څانګې له شپږ میاشتنیو زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغو مراسمو کې ګڼ شمیر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو، مسولینو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل؛ د اسلامي ملي اردو ځواکونو فکري او عقيدوي روزنه ستاسو دروند مسولیت دي، په ترسره کولو کې يې غفلت مه کوئ.

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.