د الجزیرې تلویزیوني شبکې د فلسطین ملکي دفاع ادارې له قوله ویلي، چې د غزې تړانګې په بېلابېلو سیمو د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ فلسطینیان شهیدان شوي.
پر غزې دغو بریدونو کې تر ټولو مرګوني یې جبالیا نومې سیمه کې پر یوه استوګنیز کور شوی، چې پکې د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان او درې ماشومان ټپیان شوي دي.
د دې سربېره د لوېدیځې غاړې پر قباطية ښارګوټي د صهیونیستي عسکرو د څو ساعته یرغل په پاېله کې اووه تنه شهیدان شوي دي.

