ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت: تېر کال د څه باندې ۵.۵ میلیون ډالرو په ارزښت زمرد د داوطلبۍ له لارې پلورل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو نن، د شنبې په ورځ (۳۱ وږی ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ په ۲۸ ولایتونو کې د ۶۴۷ کاني ساحو سروې، د دوه زره، پینځه زره، ۱۰ زره، ۲۵ زره او ۵۰ زره په مقیاس د جیولوژیکي نقشو ډیجیټل کول او د کاري فرصتونو رامنځته کول په تېر کال کې د دغه وزارت له مهمو فعالیتونو څخه دي.

یادو مسولینو زیاته کړه، له کورنیو پانګوالو سره د ۸۰ کوچنیو کانونو قراردادونه لاسلیک شوي او د ۱۰ کوچنیو کانونو قراردادونه هم لغوه شوي دي.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا، د کانونو وزارت دا مهال د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د وړو کانونو ۱۶۷ فعال قراردادونه لري، چې له مخې یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت مسولینو وویل، د تېر کال په اوږدو کې دغه وزارت د کانونو د پروسس ۵۲ جوازونه شرکتونو ته ورکړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د قیمتي ډبرو د قانوني ایستنې لپاره طرزالعملونه ترتیب شوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د قیمتي ډبرو د غیر قانوني ایستنې او قاچاق مخه نیولې ده.

چارواکي وايي، د تېر يوه کال په ترڅ کې په پنجشېر ولايت کې د زمرد کان شاوخوا یو زر او ٧٠٠ سيمې سروې او تثبيت شوي او د قانوني ایستنې لپاره يې ۵۷۵ جوازونه صادر کړي، چې ۱۵ زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

مسولین زیاتوي، چې تېر کال د څه باندې ۵.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۸ زره قیراط زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي.

د دې وزارت په وينا، په تېر يوه كال كې په هرات، تخار، غور، پروان، كابل، بغلان، فارياب او ننګرهار ولايتونو كې د ۱۳ لويو كانونو د ایستنې تړونونه لاسلیک شوي، چې زرګونو كسانو ته يې د كار زمينه برابره كړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په غور، بدخشان، پنجشیر، کندهار، غزني، لوګر، جوزجان، کندوز او فاریاب ولایتونو کې ۱۲ مهمې پروژې تر کار لاندې دي او په غور، بادغیس او میدان وردګو، هرات، پروان، بامیان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونه کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پیل لپاره لازم تدابیر نیول شوي دي.

د مسولینو د معلوماتو له مخې، د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې د ۱۴ کيلومتره مربع د مالګې کان د ۲۴ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ۱۵ کلونو لپاره او دغه راز په تخار ولايت کې د مالګې د کان قرارداد د ۵۰۰ ميليونو افغانیو په ارزښت له کورنیو شرکتونو سره لاسليک شوي دي.

د دوي په وینا؛ د قشقري، انګوت او آق دریا له ٢١ ساحو څخه د نفتي موادو د ایستنې پروسه روانه ده، چې هره ورځ له دغو ساحو څخه شاوخوا یو زر او ۳۰۰ ټنه خام تېل ایستل کیږي، چې له امله یې درې زره کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز دغه وزارت د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د ګازو د زیرمو د پراختیا په موخه د ۳۳ او ۳۵ نمبر څاګانو د کیندلو تړون هم له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړی دی.

د کانونو قانون، د هایدرو کاربنونو قانون او د ټاپي پروژې د استملاک قانون د بیاکتنې او تصویب لپاره ذیصلاح مراجعو ته استول شوي دي.

همدا راز د ۴۱ طرزالعملونو په ترتیبولو کار روان دی، چې له دې جملې څخه ۱۵ طرزالعملونه ترتیب شوي، څلور طرزالعملونه تر کار لاندې دي او پاتې ۲۲ طرزالعملونه په پلان کې دي.

چارواکي وايي، تېر کال دغه وزارت د چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ په موخه له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ اته تړونونه لاسلیک کړي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د کانونو سروې کول او د پانګونې د جلبولو لپاره د زمینې برابرول، د کوچنیو او لویو کانونو لپاره داوطلبي، د تقنیني اسنادو نهايي کول، په هېواد کې د سترو ملي او زیربنایي پروژو د پلي کېدو لپاره د اړینو فرصتونو برابرول او د سیستمونو پراختیا د یاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.