ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو پنځو میاشتو کې ګڼو هېوادونو ته د ۶.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د مرمرو ډبرې صادر شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ د روان لمریز کال په لومړیو پینځو میاشتو کې یې نړیوالو مارکیټونو ته د ۶.۱ میلیون ډالرو په ارزښت د مرمرو ډبرې صادر کړي دي.

بل لورته د افغانستان د مرمر ډبرو صادرونکې ټولنه وايي، د مرمرو تولید په برخه کې يې د کورني بازار اړتیا پوره کړې او په تېرو دریو کالونو کې په نړیواله کچه د افغانستان د مرمر ډبرو پیردونکي زیات او د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال د ټول هېواد په کچه ۱۰۸ د مرمر ډبرو د پروسس او تولید کارخونې فعالیت کوي، چې ۸۵ يې په پلازمینه کابل کې دي.

د یادونې وړ ده، چې د مرمر قیمتي ډبرې د افغانستان مرکزي زون ترڅنګ د هلمند، هرات او کونړ د مرمر ډبرې په نړیواله کچه شهرت لري.