ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت له لوري د احتکار د مخنیوي کمېسیون جوړښت؛ د یني عالمانو یې هڅې ستایلي

د اسلامي امارت په بیا ځلي واکمنېدو سره په نورو برخو کې د سمونونو ترڅنګ په بازارونو کې د احتکار د مخنیوي لپاره هم زیاتې هڅې شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

دیني عالمان د دغو هڅو په ستاینې سره وایي، د اسلام مبارک دین کې احتکار ناروا او حرام عمل دی او که هر څوک دا عمل ترسره کوي؛ د اسلام سپېڅلي  دین کې مجرم ګڼل کیږي.

ورته مهال د اقتصادي چارو شنونکي وايي احتکار په بازار کې د بې نظمۍ لامل کېږي او د حکومت او خصوصي سکتور اقتصادي پالیسي ګډوډوي، چې له امله يې ټولنه له اقتصادي پلوه له بیوزلۍ او تنګسیا سره لاس او ګرېوان کیږي.

احتکار د قیمتونو د لوړوالي په تمه د لومړنیو توکو زیرمه کول او د ټولنې د اړتيا څخه ناوړه استفاده ده، چې د کارپوهانو په وینا، زیان یې عامو خلکو ته رسېږي .