د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ سمنګان ولایت کې د ۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت ذخیروي بند او چکډیمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه پروژې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د سمنګان والي داملا شعیب رسالت، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر رفیع الله مجتبی، د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رییس مولوي موسی جان حقبین، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې رییس قاري محب الله عادل، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رییس محمد عمر انس او د یاد ولایت د یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو او انرژي وزیر د اسپند سای ذخیروي بند په اړه ویلي؛ دغه ذخیروي بند د یو ملي سوداګر له لوري د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۰ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا د یو کال په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
همدارنګه ملا عبداللطیف منصور زیاته کړې، په ۱۴۰۳ کال کې هم د چکډیمونو شپږ پروژې د ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د ۸۵ زره او۵۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو په وړتیا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژه کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې کابو ۳۸ زره او ۸۲ کورنۍ ورڅخه برخمنې شي.