ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ۱۴۰۳ کال کې تر کښت لاندې سیمې درې میلیون هکټارو ته رسېږي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ دې ادارې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمکیزو انځورونو د ارزونې پر مټ په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد اوبیزو او للمي ځمکو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.

د دې ادارې د موندنو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد تر کښت لاندې ټوله کرنیزه ځمکه درې میلیون هکټارو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۲.۱ میلیون هکټاره یې اوبیزه او ۹۱۷ زره هکټاره یې للمي ده.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ارزونې ښيي، چې په ۱۴۰۳ کال کې د تېر کال په پرتله د هېواد تر کښت لاندې سیمو کې اووه سلنه زیاتوالی راغلی دي.

د دې ارزونو له مخې تر ټولو ډیر اوبیز کښت په هلمند، هرات، کندهار او کندوز ولایتونو او تر ټولو ډیر للمي کښت په تخار، هرات، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې شوی دی.

د تر کښت لاندې اوبیزو ځمکو کې د تېر کال په پرتله تر ټولو ډېر زیاتوالی په بلخ، هرات، تخار او سرپل ولایتونو کې او په للمي ځمکو کې تر نورو ډېر زیاتوالی په تخار، سرپل او سمنګان ولایتونو کې دی.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره د کرنیزو توکو د کښت لاندې سیمو د تثبیت په موخه سپوږمکیز انځورونه د جغرافیايي معلوماتو په سیسټم کې تحلیل او تجزیه کوي او وخت پر وخت یې اړوند ارقام وړاندې کوي.