د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو نن، د یکشنبې په ورځ (۱ تله ۱۴۰۳) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه ریاست د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ دولتي شرکتونه څو لسیزې وړاندې په افغانستان کې د کرنې او صنعت د پراختیا، د احتکار د مخنیوي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په موخه رامنځته شوي، خو په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو له امله پخوانیو نظامونو دا شرکتونه له پامه غورځولي او په دې موده کې یې ډېر زیانونه لیدلي دي.
مسولینو زیاته کړه؛ د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او د امارتي شرکتونو اقتصادي اهمیت ته په کتو، دغه شرکتونه یو ځل بیا د حکومت د توجه وړ وګرځېدل، چې د چارو د لا ښه مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا په موخه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲۷/۶/۱۴۴۵ نېټې د ۲۱ ګڼې فرمان پر بنسټ، د امارتي شرکتونو عمومي ریاست تاسیس او ۲۲/۲/۱۴۴۶ نېټې د ۸ ګڼې فرمان له مخې د یاد ریاست تشکیل هم منظور شو.
مسولینو وویل؛ د افغان طیور، د بغلان د بورې، د کندهار، بلخ او پلخمري د نساجۍ او د هلمند بُست امارتي شرکتونو بیا فعالول او تجهیز؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
دغه راز ټاکل شوې ده، چې له نړیوال بانک سره په همغږۍ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې عملي چارې ژر پیل شي.
د مسولینو په خبره؛ د افغانستان برېښنا شرکت په تېر یوه کال کې په ټولیز ډول یو میلیون، ۲۰۶ زره او ۶۷۱ میګاواټه برېښنا تولید کړې او پینځه میلیونه، ۶۷۲ زره او ۷۹۶ مېګاواټه برېښنا یې له ګاونډیو هېوادونو څخه وارده کړې ده.
همدا راز د شبرغان- دشت الوان-ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه او د غزني-کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزو، د هرات د نور الجهاد سب سټېشن، د کندهار د برېښنا سب سټېشن او د یو شمېر ناتمامو پروژو د پلي کېدو چارې جریان لري، چې په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ د قوش تېپې کانال د لومړي فاز چارې په ۹۱ سلنه او د دویم فاز چارې په ۵۴ سلنه پرمختګ سره دوام لري.
دغه راز، د بلخاب کان د ایستنې چارې روانې دي او تر اوسه ۲۸ زره او ۹۸۰ ټنه د ډبرو سکاره ایستل شوي دي.
په همدې ډول، په تېر یوه کال کې، د غوري او جبل السراج د سمنټو فابریکو له لارې ۱۹۹ زره او ۶۷۱ ټنه سمنټ تولید شوي دي.
د دې ترڅنګ د شاوخوا یو زر او ۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي د نوري فایبر پروژې د پلي کېدو کار روان دی او د نوري فایبر شبکه ۸۰ سلنه معیاري شوې ده.
مسولین زیاتوي؛ چې په مرکز او ولایتونو کې د ګاز د پلور او وېش ۸۵ مغازې فعالې شوي، چې په بازار کې یې د ګازو قېمت په کنترول کې مهم رول لوبولی دی.
همدارنګه، په تېر یوه کال کې ۱۹۸ میلیونه، ۶۱۴ زره او ۲۸۷ متر مکعب ګاز ایستل، پروسس او مستهلکینو ته عرضه شوی دی.
دغه راز، د تېر یوه کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې ۳۶ میلیونه متر مکعب د څښاک پاکې اوبه وېشل شوي، د اوبو رسولو ۳۹ پروژې پلي کېدل، نهه ډیزاین او ۱۵ نورې په پلان کې شاملې شوي دي.
د مسولینو په وینا؛ په تېر کال کې د ننګرهار د وادي کرنیزې تصدۍ له لارې شاوخوا ۴۰۲ ټنه زیتون، ۴۱ زره او ۱۲۵ لېتره د زیتون تېل، ۲۰ ټنه خرما، ۹۰۷ ټنه غنم، ۱۰ ټنه کبان، ۱۰۲ زره او ۶۴۳ لېتره شیدې، دوه زره او ۸۷۴ کلچې صابون او ۲۳۴ زره او ۳۳۸ دانې مثمر او غیر مثمر نیالګي تولید شوي دي.
مسولین وایي؛ چې د څه باندې ۳۰ بیه لرونکو او بې بیې سندونو ډیزاین او چاپ، ترکیې هېواد ته د ۹۰ ټنه رومي بانجانو او کشتې صادرول، د غنمو د څلور زره او ۴۳۰ ټنه اصلاح شویو تخمونو، ۱۳.۷ ټنه وريژو، ۱۹.۸ ټنه جوارو او غَلو، ۴۷ زره او ۹۹۰ کیلو ګرامه صنعتي نباتاتو تخم، درې زره او ۴۰۰ کیلو ګرامه حبوباتو او ۳۱ زره او ۳۰۰ کیلو ګرامه سبزیجاتو تولید؛ په تېر یوه کال کې د یاد ریاست له مهمو فعالیتونو څخه دي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، د ۵۰۳ سیاحتي او ۱۷۷ انلاین خدماتو شرکتونو او ۴۷ مېلمستونونو د فعالیت جوازونو صدور او تمدید، د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ډبرو پروسس لپاره د عصري ماشینونو اخیستل او نصبول او په هېواد کې د سپین کاغذ د تولید صنعت وده؛ په تېر یوه کال کې د دې ریاست له نورو اجرااتو څخه دي.
همدارنګه، د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو او بابو البسې او چرم د تولید بیا پیل، بهر ته د شاوخوا پینځه زره او ۳۱۴ قلمه بیلابیلو اجناسو صادرول، د هېواد د لاسي صنایعو پیاوړتیا لپاره د ۲۷ کورنیو او بهرنیو نندارتونونو جوړولو برخه کې همکاري او کسبه کارانو ته د مسلکي ورکشاپونو جوړول؛ د دې ریاست له نورو فعالیتونو څخه دي.