ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران؛ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۵۱ کسانو ته ورسېد

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد سویلي ولایت خراسان د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ایران د سویلي خراسان چارواکي وايي: “له بده‌مرغه په دې چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱ ته ورسېد او ۲۰ نور ټپیان شوي، چې ښايي د مړو شمېر لا نور هم لوړ شي.”

ویل کېږي، ۲۴ نور کارګر نادرکه دي او فکر کېږي، چې د کان د ننه بند پاتې دي.

د راپورونو له‌مخې دغه پېښه تېره شپه( شنبه، د وږي ۳۱مه) شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې او دلیل یې د ډبرو سکرو په تونلونو کې د متان ګاز تولید ښودل شوی دی. یاد ګاز په کیمیاوي بڼه د چاودنې لامل کېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) وايي، چې په یاد کان کې د چاودنې پر مهال شاوخوا ۶۹ کسان په کار بوخت وو.

ایراني چارواکو پېښې ته د جدي رسېدو امر کړی او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.

د ایران سویلي خراسان کې درې ورځې عمومي ماتم او د مرستو رسولو بېړنی حالت هم اعلان شوی دی.