ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر عبدالباري عمر: برېښنا سکټور کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ښه زمینه برابره شوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ایراني پانګوالو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د پانګونې په موخه د ځینو ایراني پانګوالو سره تر سره شوه، ډاکتر عبدالباري عمر ویلي، موږ د برېښنا سکټور کې د پانګونې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته ښې زمېنې برابرې کړې دي او هڅه کوو چې په دغه برخه کې ورځ تر بلې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړو.

ښاغلي عمر ایراني پانګوالو ته په خطاب کې ویلي؛ موږ د برېښنا له تاسیساتو نیولې بیا تر ډيجیټلي سیستم او د برېښنا تولید کچې تر زیاتوالي، هره برخه کې چې تاسې لېوالتیا ولرئ د پوره همکارۍ ډاډ درکوو.

بل خوا ایراني پانګوالو د برېښنا شرکت له رهبرۍ څخه د هر اړخیزې همکارۍ د ډاډ هرکلی کړی او ویلي یې دي، موږ افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته پوره لېواله یو او هڅه کوو تاسې ته په یوه مشخصه برخه کې خپله طرحه وړاندې کړو او په هغه برخه کې له ځنډ پرته کار پيل کړو.

د غونډې په پاي کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس تخنیکي ټیمونو ته دنده سپارلې تر څو له یادو پانګه والو سره یوه تخنیکي ناسته وکړي او د برېښنا لومړیتوب ورته په ګوته کړي.