د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په زابل کې د تورې بند، چې تازه د رياست الوزرا له لوري په عمري بند نومول شوی، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزير مولوي عبدالطيف منصور، د کليو او پراختيا وزير محمد يونس اخوندزاده، د زابل والي مولوي حزب الله افغان، مرستيال والي مولوي محب الله حماس او د افغانستان اسلامي امارت نورو لوړ رتبه چارواکو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.
ملا عبدالغني برادر اخوند د زابل ولس ته د عمري بند د چارو بشپړېدو مبارکي ویلې او ژمنه یې کړې، چې په دې ولايت کې به د نورو پراختیايي پروژو چارې هم پيل شي.
نوموړي د اسلامي امارت ټولو مسولینو ویلي، چې د هېوادوالو د خدمت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ د عمراني پروژو چارې روانې دي.
د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور په دغو مراسمو کې ویلي؛ زه چې کله له فتحې وروسته زابل ته راغلم او د دې ولايت د ولس حالت مې له نږدې وليد، نو پوه شوم، چې په تېر کې ورته هېڅ خدمت نه دی شوی او نن د زابل خلک د اوبو بند د دې لويې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي او اسلامي امارت ژمن دی، چې د خرني بند چارې به هم پيل کړي.

