ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان فولاد اوسپنې ویلې کولو کارخونې دویمې برخې چارې د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې

د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو کارخونې د دویمې برخې چارې د ۳۰ ميليون ډالرو په ارزښت پیل شوې.

د پرانیستې په مراسمو کې یې د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدين عزیزي، د هرات د والي شيخ مولانا نور احمد اسلامجار او سوداګرو ګډون ګړی و.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغان فولاد د اوسپنې ويلې کولو کارخونې رییس حيات الله نظري ویلي؛ د کارخونې د اولې برخې کارونه څه موده وړاندې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت سرته رسيدلي و، چې ۵۰۰ تنه پکښې په کار بوخت دي او هره ورځ ۳۰۰ ټنه ګاډر په نړيوال کيفيت پکښې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دویمې برخې د کارونو په سرته رسېدو به چې ۳۰ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي، زر تنه نور به هم په کار وګمارل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه غونډې ته د وينا پر مهال ویلي؛ په هرات کې د صنعتي کارخونو په جوړېدو سره په ټول هېواد کې سوداګرو ته د سرمايه ګذارۍ انګېزه ورکول کېږي.

 ښاغلي خيرخواه زياته کړه؛ په هېواد کې ورځ تر بلې اقتصادي ستونزې کمېږي، ملت او دولت بايد لاس يو کړي، چې ټولې ستونزې حل شي، اسلامي امارت به د هغه توکو په واردولو بندیز ولګوي، کوم چې په هېواد کې توليديږي.

 همدا راز غونډې ته د صنعت او سوداګرۍ وزير، د هرات والي او نورو ګډونوالو هم په خپل نوبت سره ويناوې کړي، دوی په هېواد کې د سرمايه ګذارۍ عوامل امنيت او دې برخه کې اسانتياوې رامنځته کېدل بللي دي.