ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت الله جمال د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو له مرستيال سره لیدنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو له مرستيال فیلیپ، د ياد سازمان ښوونکو نوحا او کالب سره د یاد وزارت کارکوونکو ته د ګرځندوی او هوټلدارۍ د مهارت او ظرفیت لوړونې درسونو پيل کولو په موخه لیدنه کړې.

د PTS نړیوال ښوونيز سازمان سره د شوې هوکړې له مخې سر له سبا څخه د ياد سازمان ښوونکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی او هوټلدارۍ برخې کارکوونکو ته په همدې برخه کې د درې اونيو لپاره ښوونيزه دوره پيلوي.

مولوي قدرت الله جمال د PTS نړیوال ښوونيز سازمان له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د ښوونيز پروګرام تطبيق کولو له امله مننه کړې او ویلي يي دي؛ له نورو هېوادونو څخه د ښوونيزو پروګرامونو د تطبیق په موخه راتلل د پياوړي همت ښکارندويي کوي، افغانان هم له زده کړو سره ډيره ليوالتيا لري، دوی ميلمه پاله خلک دي، په همدې اساس د ګرځندوی او هوټلدارۍ برخې زده کړې ورته ځانګړی اهميت لري او هرکلی يې کوي.

نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه د سيلانيانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه غواړي د ګرځندوی انسټيټيوټ ته پراختيا ورکړي.

ښاغلي جمال ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکميت سره په ټول هېواد کې سرتاسري امنيت ټينګ شوی دی، د PTS نړیوال ښوونيز سازمان غړو ته بلنه ورکوو، چې د تجربې د ترلاسه کولو په موخه افغانستان کې له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي، افغانستان کې د بهرنيو سيلانيانو د ليدنې لپاره مناسب تفريحي، تاريخي او د ليدو وړ ځايونه شته، سيلانيان کولی شي، چې د افغانستان له طبيعي منظرو څخه په ارامه زړه خوند واخلي.

د PTS نړیوال ښوونيز سازمان د علمي پروګرامونو مرستيال فیلیپ په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا لومړی ځل دی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ښوونيزه برخه کې کار کوو، چې دا تجربوي بڼه لري، راتلونکي کې به هم خپلو ښوونيزو پروګرامونو ته ادامه ورکوو، تر دې ښوونيزې دورې وروسته به ستاسو نظريات او وړانديزونه ځان سره واخلو او راتلونکي کې به لا غوره خدمات وړاندې کړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د PTS نړیوال ښوونيز سازمان هڅه کوي، چې داطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکي بهرنيو هېوادونو ته د عملي او نظري زده کړو په موخه دعوت کړي، تر څو د ګرځندوی او هوټلدارۍ اړوندې تجربې ورسره شريکې کړي.

فیليپ ویلي؛ مونږ دلته يواځې د تدريس په موخه نه يو راغلي، بلکې دلته له هغه څه چې ګورو يې او ورسره مخ کېږو زده کړه کوو، لکه د افغانانو ميلمه پالنه، نيک چلند او همکاري چې له دې څخه په نورو هېوادونو کې د تدريس پرمهال يادونه کوو.

د فيليپ په وینا، افغانستان کې د کاري دورې په ختمېدو او له دې ځايه په ستنېدو به د دې ځای خاطرې او تجربې په ليکلې بڼه ترتيب کيږي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره به شريکيږي.

د يادونې وړ ده، چې  (PINNACLE TEACHING SOLUTION)  يو نړيوال تعليمي سازمان دی، چې د نړۍ په ۱۷ هېوادونو کې د دولتي ادارو او شرکتونو د کارکوونکو د مهارتونو او ظرفیت لوړولو برخه کې فعاليت کوي.