ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد الحنفي: د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده ده

 د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رییس ډاکټر محمد سعيد الیاش او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي توشیح شوي قانون پر وضاحت او خپل منځي همکاریو هر اړخیزې خبرې کړي.

شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر، چې د ټولو مسلمانانو دیني وجيبه ده، د یادې کړنې د لا ښه ترسراوي په موخه (د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نوی توشیح شوی) قانون د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوی دی.

دغه‌راز نوموړي ټینګار کړې، د اسلامي شریعت پلي کول د اسلامي نظام دنده او د افغاني ټولنې غوښتنه ده او په یاده برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونکړي.

شیخ محمد خالد الحنفي همداراز ډاکټر محمد سعيد الیاش ته ډاډ ورکړی، چې له یاد سازمان سره بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی او له هغوی هم غوښتنه کړې، ترڅو خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ډاکټر محمد سعيد الیاش د امر بالمعروف وزارت فعالیتونه یې مثبت او د ستایلو وړ بللي.

نوموړي همداراز د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام اړینه او اساسي دنده بللې او د ټولنې په اصلاح کې یې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر رول مثبت او ارزښتمن ارزولی دی.

په پای کې ډاکټر محمد سعيد الیاش د دې ناستې په جوړېدا خوښي ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت سره به د تېر په څېر خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.