ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

څلورو کورنیو شرکتونو ته اسلامي مالي ملاتړ منظور شو

کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي؛ د کرنیزې پرمختیایي وجهي صندوق مالي کمېټې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ غونډه کې څلورو کورنیو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړه.

دغه غونډه د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالقدیر احمد، د مالیې وزارت د ملي زېرمو رییس نصرت الله محمود، د کرنیزې پرمختیایي صندوق لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري او د اړوندو برخو رییسانو په شتون کې د یاد صندوق په دفتر کې ترسره شوه.

په پیل کې د صندوق مسولینو د څلورو هغو کورنیو شرکتونو، چې د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د اسلامي تمویل په توګه د مرابحې بیعې غوښتنه کړې وه، د کار او فعالیت په اړه خپله د ارزونو پایله کمېټې ته وړاندې کړه، چې پرې تر بحث او خبرو وروسته، دغو شرکتونو ته د اسلامي مالي ملاتړ منظوري ورکړل شوه.

په اوس وخت کې یاد کورني شرکتونه د پنبو تولید، پروسس او صادراتو، د چرګانو روزنې او د چرګانو غوښې تولید، د کیمیاوي سرې وارداتو او په هېواد کې دننه د اوړو د تولید او پروسس برخو کې فعالیت کوي، او کاري کیفیت یې هم لوړ دی.

همدارنګه په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد بزګرانو ته د لا اغېزمنو او زیاتو خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.