ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت له چارواکو سره له همکارۍ پرته بله حللاره نشته

د روسیې، چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو سازمان سرمشریزې ۷۹یمې ناستې په څنډه کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې ګډون کوونکو هېوادونو د افغانستان مسلې د هواري لپاره خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار لري، چې له متقابل درناوي او د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره له خبرو پرته بله لاره شتون نه لري.

د اسلامي امارت مسولین له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې د ثبات په پیاوړتیا کې ګټور بولي او د دغې څلور اړخیزې ناستې له پایلې څخه هرکلی کوي.

له بلې خوا د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي، چې د سیمې امنیت لپاره باید له افغانانو سره همکاري وشي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په ۷۹یمه ناسته کې پخپلو څرګندونو کې ویلي، چې نړۍ باید افغانستان کې د بشري موضوعاتو د حل په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې: “مهم ټکی د امنیت تضمین او د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې همکاري او له افغانانو څخه ملاتړ دی. په سیمه کې د امنیت د ټیکاو لپاره باید له افغانانو سره په اقتصادي بیارغاونه او بشري برخو کې مرستې وشي. د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې همکاري د سیمې د امنیتي ټیکاو لپاره یو له ګټورو لاملونو څخه بلل کېږي.”

یو شمیر کارپوهان هم په دې باور دي، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره له تعامل پرته بله لاره نه لري.

له دې وړاندې هم د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف افغانستان له مرکزي اسیا څخه نه بېلېدونکی هېواد بللی او ټینګار یې کړی، چې د ثبات او سیمې د تلپاتې پراختیا کیلي د افغانستان د مسلې په حل کې پرته ده.