د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۱ زره او ۶۱۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۶ زره او ۳۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ زرګونه نور تر ویجاړو شویو ودانیو او خاورو لاندې دي.
اسرائیلي یرغلګرو لا هم غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او پر بېلابېلو سیمو یې بریدونه جاري ساتلي.
یوازې پرون یکشنبه د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د فلسطین وفا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیستي یرغلګرو نن د غزې په شمال کې د ابو جعفر په نوم پر یوه ښوونځي برید کړی، چې دوه کسان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي دي. په دې ښوونځي کې هم فلسطیني بېځایه شویو پناه اخیستې وه.
د دې تر څنګ د مرکزي غزې په دیرالبلاح سیمه کې یو کور په نښه شوی، چې د یوه ماشوم او مېرمنې په ګډون څلور کسان پکې شهیدان شوي دي.

