د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي؛ د رهبرۍ د پرېکړې او د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په لارښوونه، یوه کمېټه جوړه او وه ټاکل شوه تر څو د وزارت د رهبرۍ د هغه حکم پلي کېدل په جدي توګه وڅاري چې له مخې یې د هر ډول کېندل شویو څاه ګانو مالکين باید د خطراتو او پېښو د مخنیوي لپاره د څاه ګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.
له بده مرغه چې لا هم په هېواد کې، په ځانګړې توګه سوېل کې څاګانو ته د ماشومانو لوېدنې زړه بوږنونکي پېښې رامنځته کېږي، چې مخنېوی یې اړین دی.
یاده کمېټه به ټولو ولایاتو ته د یادې موضوع د عملي څارنې لپاره سفر کوي او د سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند کیږي.
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټولو هغه هېوادوالو ته چې د څاه ګانو مالکیت لري؛ خبر ورکړی، ترڅو ژر تر ژر د څاه ګانو سرونه په محفوظه توګه بند کړي.
د یاد وزارت په وینا له سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلند وشي.
دا خبرتیا په داسې مهال نشریږي، چې وړاندې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د څاه ګانو مالکینو د نه پاملرنې په صورت کې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال ماشومان څاه ګانو ته د لویدو له امله ژوبل او شهیدان شوي دي.