د راپورونو له مخې، اسرائیلي پولیس وايي؛ پرون سېشنبه د اکټوبر په لومړۍ نېټه تلابیب کې وسلهوال برید شوی، چې ۷ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
اسرائیلي پوځ وايي، چې په دې برید کې د دوی یوه ښځینه عسکره هم سخته ټپي شوې ده.
د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د تلابیب پولیسو ویلي، چې وسلهوالو کسانو د ښار پر یوه سړک په خلکو ډزې کړې او مرګژوبله یې اړولې ده.
له دې برید وروسته د خطر زنګونه وهل شوي او د ایران له لوري پر اسرائیلو توغندیز بریدونه هم پیل شوي دي.

