د وفا خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو غزه کې د فلسطیني کډوالو او بېځایه شویو پر دوو ښوونځیو برید کړی، چې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان پکې شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
په دې بریدونو کې د غزې لوېدیځ کې د یتیمانو انسټیټیوټ په نښه شوی، چې لږ تر لږه ۶ فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
دغهراز د غزې ښار په مسقط ښوونځي برید شوی، چې درې فلسطینیان پکې شهیدان او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
په یادو دواړو ځایونو کې فلسطیني بېځایه شویو پناه اخیستې وه.
اسرائیلي اشغالګرو د نړیوالو له غندلو سره-سره غزه کې پر ښوونځیو بریدونو ته دوام ورکړی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په وینا؛ د تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې، چې صهیونیستي یرغلګرو پر غزه بریدونه پيل کړي، شاوخوا ۱.۹ میلیونه فلسطینیان بېځایه شوي، چې د محاصره شوې سیمې ۹۰ سلنه کېږي.
ډېری فلسطینیان د اسرائیلي یرغلګرو د پرلهپسې بریدونو او د تخلیې د امرونو له امله څو-څو ځله بېځایه شوي دي.

