ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لبنان: د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۱۸۷۳ کسان شهیدان شوي

د لبنان چارواکي وايي، چې د تېر کال اکټوبر میاشتې له ۸مې راهیسې، چې اسرائیلي یرغلګرو پر لبنان بریدونه پيل کړي، ۱۸۷۳ کسان شهیدان او ۹ زره او ۱۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د مسولینو په وینا؛ د اسرائیلو د یرغل تر خطر لاندې سیمو څخه له یوه میلیون ډېر لبنانیان بې‌ځایه او بې‌کوره شوي، چې یوازې ۱۵۵ زره او ۶۰۰ یې په پناه‌ځایونو کې ثبت دي.

تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې (آی آر سي) خبرداری ورکړی، چې لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له امله په جبري ډول بې‌ځایه شوې اکثریت کورنۍ لومړنۍ اساسي اړتیاوې، لکه: خواړه، سرپناه او روغتیايي اسانتیاوې، نه‌شي پوره کولای.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، چې یوازې پرون سې‌شنبه د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۵ کسان شهیدان او ۱۵۶ نور ټپيان شوي دي.

لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د هوايي بریدونو سره-سره د ځمکنیو عملیاتو لړۍ روانه ده.

اسرائیلي عسکر د لبنان په خاوره کې د حزب‌الله له سخت مقاومت سره مخ دي.

حزب‌الله وايي، چې نن چهارشنبه یې د لبنان په سویل العدیسة ښار کې له اسرائیلي عسکرو سره نښته کړې، تلفات یې ور اړولي او شاتګ ته یې اړ کړي دي.

د دې تر څنګ تازه اسرائیلي عسکرو د لبنان په سویل کې د ۲۰ کلیو اوسېدونکو ته د خپلو سیمو د ژر تر ژره پرېښودو امر کړی دی.