ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به د وچې مېوو سوداګرو ته ځانګړي سهولتونه برابر کړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د افغانستان د وچې مېوې یو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.

 په دې ليدنه کې د وچې مېوې صادرونکو سوداګرو له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې د سوداګرۍ لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي او پر سوداګرو ناقانونه اخاذي او فشارونه له منځه تللي دي.

یادو سوداګرو ویلي، په تېرو درېیو کالو کې بهرنیو هېوادونو خصوصا هند او متحده عربي اماراتو ته د وچې مېوې په صادراتو کې پام وړ زیاتوالی راغلی او هره میاشت سلګونه ټنه وچه مېوه بهر ته صادرېږي.

یادو سوداګرو دغه راز پر بانکي سکتور د محدودیتونو د لرې کېدو او د هند د ویزو په صدور کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې او ویلي يي ديپه پاکستان کې پر وچې مېوې د ترانزیټ اضافه ماليې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 دوی دغه راز په کابل کې د وچې مېوې د سوداګرو لپاره د ځمکې د ځانګړې کېدو یادونه هم کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د هغوی د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته سپارښتنې وکړي او اسلامي امارت به د هند د ویزو په صدور کې د ستونزو حل په تړاو هم هندي مقاماتو سره خبرې وکړي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي، د وچې مېوو سوداګرو ته به د اسلامي امارت د پالیسۍ له مخې ځمکې ځانګړې او سهولتونه برابر شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، ګاونډي هېوادونه بايد د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخيزه سوداګرۍ د ودې لپاره دې لازم سهولتونه برابر کړي.