ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لبنان په سویل کې ۸ اسرائیلي عسکر وژل شوي

د لبنان په سویل کې د صهیونیستي عسکرو او حزب‌الله تر منځ درنه نښته شوې، چې په پایله کې یې ۸ اسرائیلي عسکر وژل شوي.

صهیونیستي رژیم د خپلو ۸ عسکرو وژل تایید کړي او ویلي یې دي، چې په دې نښته کې یې لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د حزب‌الله له لوري د لبنان په سویل “یارون” او “مارون الرأس” سیمو کې د اسرائیلو ګڼ ټانګونه هم سوځول شوي دي.

حزب‌الله وايي، چې ځواکونو یې له اسرائیلو سره نښتې کړې او له ډېرو سیمو یې شاتګ ته اړ کړي.

دوی زیاتوي، چې د اسرائیلو په شمال کې یې په نظامي چورلکه هم توغندیز برید کړی او شاتګ ته یې اړ کړې ده.

حزب‌الله نه دي ویلي، چې یاده الوتکه په توغندي ویشتل شوې او که نه.

دا په لبنان د اسرائیلو د هوايي بریدونو د زیاتوالي او ځمکنیو بریدونو له پیل راهیسې لومړی ځل دی، چې د صهیونیستي رژیم په نظامي چورلکه د حزب‌الله له لوري د توغندیز برید راپور ورکول کېږي.