د اوبو او انرژي وزارت وايي، خوست ولایت کې د یوه چکډیم پروژې چارې د څه د پاسه ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد چکډیم پروژه د خوست ولایت د قلندر ولسوالي په اسمان کوټ کلي کې د شمل خرم فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسولینو، د قراردادي شرکت مسولینو، د سیمې قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې پرانیستل شوه.
د دې چکډیم چارې د یادې سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې د اوبو او انرژي وزارت پراختیایي بودجې څخه د څه د پاسه د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري ترسره کېږي.
دغه چکډیم د ۲۵ متره اوږدوالي، په تهداب کې د ۳.۹ متره او په پورتنۍ برخه کې ۸۰ سانتي متره پلنوالي او شپږ متره لوړوالي په درلودلو سره د شاوخوا یو زر او ۲۹۴ مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او په لسګونه جریبه ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې د رغولو په چارو کې به یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او چارې به یې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.