ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر احمد ټوکور سره لیدنه کړې او د ځوانانو او د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو د روزنې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

لومړی د ترکیې د پوهنې رییس د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې اوسمهال زرګونه کسان د دوی ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي او لېوالتیا لري، چې د یاد بنسټ ښوونځي لا زیاته کړي.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري هم د پوهنې په برخه کې د یادې ادارې هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو د روزنې لپاره زمینه برابره کړي.

دغه بنسټ د ترکیې د حکومت اړوند بنسټ دی، چې په افغانستان کې له ښوونځي څخه تر لوړو زده کړو پورې د تجربو او پوهې د شریکولو لپاره کار کوي.