ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۱۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲ بېلا بېلې پروژې پرانیستې

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د یاد وزارت مرستیالانو، د مرکزي پوهنتونونو رییسانو، استادانو او محصلینو په شتون کې د یادو پروژو په پرانیسته خوښي وښوده.

د لوړو زده کړو وزیر مخکنیو امنیتي ستونزو او د تېرې ادارې د حکامو ظلم ته په اشارې سره وویل؛ له فتحې مخکې د افغانستان خلک د نا امنۍ او د اشغالګرانو له ظلمونو څخه د ډېرو ستونزو شاهدان وو او هر سهار به یې د کورنۍ د غړو په شهادت او زنداني کولو سره پیل کاوه، چې له نېکه مرغه اوسمهال د هېواد په کچه د لویو پروژو د پرانیستې شاهدان دي.

نوموړي د تحصیلي نظام د پیاوړتیا په اړه وویل؛ د اسلامي امارت مشرتابه همېشه د دغه وزارت له علمي او بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ کړی او په عمل کې یې ثابت کړی دی.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر له استادانو او محصلینو وغوښتل، چې د ډلو او جریانونو د منفي تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانشي او د علم پر زده کړه تمرکز وکړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۲۲ پروژو پرانیسته، د دغه پوهنتون د اړتیاوو په پوره کولو او ستونزو حل کې ګټورې وبللې او له استادانو او محصلینو یې وغوښتل، چې له شته امنیت او خپلواکۍ څخه په استفادې د هېواد په پرمختګ، ابادۍ او د علم په تولید کې هڅه وکړي.

دغه راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رییس انجنیر سردار ولي صالحي د یادو پروژو د تمویل له کبله د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ په دغو پروژو کې د ودانیو ترمیم او بیاجوړونه، د لابراتوارونو او دفترونو تجهیز، د لیلیې محصلینو د البسې تدارک، د خوړنځای تجهیز او د یاد پوهنتون د اته پوهنځيو د اړتیا وړ کتابونو تهیه او تدارک شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د هېواد له سترو پوهنتونونو څخه دی، چې په انجنیري څانګو کې فعالیت کوي او هر کال سلګونه انجنیران ټولنې ته وړاندې کوي.