ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: هېوادوالو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې مېشت د فاریاب ولایت له یو شمېر مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مخورو او مشرانو په کابل کې میشت د فاریاب ولایت خلکو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ترڅنګ د دوی د ستونزو او ننګونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.

دوی ویلي، خوشبختانه د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو په شپه او ورځ نه ستړې کېدونکو هلوځلو ولسونه له امنیت او هوساینې برخمن شوي او په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.

همداراز یادو مشرانو او مخورو د ښوونې او روزنې، روغتیا، د کاري زمینو رامنځته کولو ترڅنګ پراختیايي چارو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسولینو یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال محتم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې مېشت د فاریاب ولایت مشرانو او مخورو سره پر ليدنې خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د امنیت ټینګښت، په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت دنده ده او مسولین په دې برخه کې خپلې هر راز هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د دوی له لورې وړاندې شویو موضوعاتو په اړه ویلي، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورته ذکر شویو مواردو ته رسېدنه وکړي.