د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې له ۱.۲ میلیونه ډېر لبنانیان د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو هوايي بریدونه لا هم دوام لري او د پلازمېنې بېروت په شمول د دې هېواد بېلابېلې سیمې په نښه کېږي.
د دې تر څنګ صهیونیستي عسکرو د لبنان په سویل کې ځمکنیو عملیاتو ته هم دوام ورکړی، چې د حزبالله له سخت مقاومت سره مخ دي.
د لبنان روغتیا وزارت وايي؛ پر دې هېواد د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۲ زره او ۲۳ کسان شهیدان شوي، چې ۱۲۷ ماشومان او ۲۶۱ ښځې هم پکې شاملې دي. دغهراز ۹ زره او ۵۲۶ نور ټپیان شوي هم دي.