د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۱ زره او ۸۲۵ ته ورسېد.
یاد وزارت زیاتوي، چې پر غزه د صهیونیستي اشغالګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۹۶ زره او ۹۱۰ نور ټپیان شوي دي.
غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو وحشت او بریدونه لا هم دوام لري، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې قرباني کېږي.
تازه نصیرات کمپ ته نږدې یو کور په نښه شوی، چې پینځه فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپیان شوي.
د دې تر څنګ د یاد کمپ په شمال کې په یوه بل کور برید شوی، چې دوه فلسطینیان پکې شهیدان شوي.
دیرالبلاح کې بیا د بېځایه شویو پر خیمو برید شوی، چې یو کس پکې شهید او د یو شمېر ماشومان په ګډون ګڼ نور پکې ټپیان شوي دي.