د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د امریکا په فلوریډا ایالت کې د سخت توپان او بړبوکۍ له امله ۱۶ تنو د وژلو سربېره ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د فلوریډا ایالت سیمهییزو مسولینو ویلي، چې دغه توپان تېره ورځ (پنجشنبه، د تلې ۱۹مه) دغه ایالت ته داخل شو، چې له امله یې د درې میلیونه کورونو او کارخونو برېښنا هم پرې شوې ده.
د فلوریډا والي ‘ران ديسانتس’ په راتلونکو ورځو کې دغه ایالت کې د سختو سېلابونو راوتلو خبرداری هم ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، امکان شته چې د توپان د اغېزو له معلومېدو وروسته د مړو شمېر کې زیاتوالی راشي.
د دې سخت توپان له امله د فلوریډا لوېدیځ سنپیترزبرګ ساحلي سیمه کې کورونو ته د اوبو رسولو شبکه هم زیانمنه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې د هېلن په نوم یو بل ځواکمن توپان هم د امریکا سویل ختیز ایالتونه ځپلي وو، چې له ۲۰۰ زیات کسان یې وژلي وو او ګڼ شمېر کسان لا هم لادرکه دي.
دغه توپان نږدې دوو لسیزو کې امریکا کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

