ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر بامیان ولایت ته سفر کړی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د پوهنتون له مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې لیدنه کړې.

د لوړو زده کړو وزیر په یاده غونډه کې د بامیان پوهنتون محصلین خپلو درسونو ته متوجه کړي او سپارښتنه یې کړې، په خپلو اړوندو برخو کې له ځانونو تکړه متخصصین جوړ کړي.

دغه راز نوموړي استادانو ته ویلي؛ د محصلینو په سالمه روزنه کې هڅه وکړي او همداراز یې غوښتنه کړې، چې د خپل نظام فرامین عملي او ملاتړ یې وکړي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون په علمي شورا کې ګډون کړی، د استادانو ستونزې، غوښتنې او نظرونه یې اورېدلي او ډاډ یې ورکړی، چې ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه کوي.

وروسته ښاغلي ندیم د بامیان پوهنتون مشرتابه په ملتیا د دغه پوهنتون د داخلي پیاده رونو د جوړېدو او نورو ترمیماتي پروژو د کار له جریان څخه لیدنه او څارنه کړې.
د یادونې وړ ده، چې د بامیان پوهنتون رییس مفتي حضرت محمد برهاني د لوړو زده کړو وزیر ورتګ ته هرکلی ویلی او مننه یې ترې کړې، چې د دغه پوهنتون هر وړاندیز او غوښتنې ته یې مثبت ځواب ویلی دی.