د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۴/۹ هـ ق نېټه چې۱۴۰۳/۷/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۴) کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۲۲) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۳۲۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۱۰۱) کورنۍ د تورخم په عمري کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په تورخم کې (۴۲۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۳۳) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
په تورخم کې مهاجرینو ته ځینې البسه لکه توشکې بړستنې او داسې نور شیان هم توزیع شوې دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۱۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۲۶۰۰۰) افغانۍ کیږي.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۸۳) کورنۍ د تخته پل په کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۶۶) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۶۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۲۲۳) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۳) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۱۳۶) کورنۍ د نیمروز په موقت کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
نن (۱۲) کورنۍ د اسلام کلا او (۵) کورنۍ د پکتیا کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۷) تنه و، کندوز، بلخ،E جوزجان ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۶۱۶۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: (۳۳) کورنۍ او (۱۳۹) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۱۲) کورنۍ او (۴۷) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۳۴) کورنۍ
موقت ميشت شوي مهاجرین: (۳۳۷) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۶) عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء