ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د فساد او ظلم پر وړاندې رامنځته شوی

د رياست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ (سه شنبه، د تلې ۲۴مه) د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او د ملي پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په ملتیا  کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په لویه ولسي ناسته کې ګډون کړی.

په دې ناسته کې د کاپیسا پر سیمه ییزو چارواکو او مسولینو سربېره ګڼ شمېر علماوو، قومي مخورو او ځایي خلکو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د کاپیسا والي قاري احسان الله بریال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له هغه مننه کړې، چې د کاپیسا د ستونزو د حل په موخه یې یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي ویلي، چې له وړاندې هم اسلامي امارت د کاپیسا د خلکو ستونزې اورېدلې او د حل په موخه یې اقدام شوی.

په ناسته کې قومي مخورو او علماوو د اسلامي امارت د عمومي عفوې ستاینه کړې او هغه یې د دښمن د تبلیغاتو د شنډولو سبب یاد کړ.

د کاپیسا اوسیدونکو په دغه ولایت کې د نساجي دولتي کارخونې د بیا فعالیدو، د باغ درې بند او د ۱۳۰ کلیومتره منظور شوو سړکونو د چارو د پیل غوښتنه کړې.

دوی ډاډ څرګند کړی، چې په کاپیسا کې د اسلامي امارت پر وړاندې وسله والو فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.

د اسلامي پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د خبرو پر مهال د هېواد پر ټوله جغرافیا د اسلامي امارت د حاکمیت په یادولو سره ویلي، د اسلامي امارت پوځ له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې؛ بهر کې یو شمېر کسان هڅه کوي د افغانانو تر منځ ژبنیو او قومي ستونزو ته لمن ووهي، خو د اسلامي نظام د حاکمیت په صورت کې خپلو دغو موخو ته نه شي رسیدلی.

همدارنګه د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي د کاپیسا ولایت پر چارواکو او مسولینو غږ کړی، چې ولس ته له خدمت دریغ ونه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې د شرعي احکامو د پلي کېدو په برخه کې له حکومت سره همکار اوسي.

د زیاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، د پخواني شوروي اتحاد او غرب پر وړاندې د جهاد موخې سره ورته وې او له نیکه مرغه اسلامي امارت توانیدلی چې یادې موخې په بشپړ ډول ترلاسه کړي.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ د اسلامي امارت رامنځته کېدل د فساد او ظلم پر وړاندې و او امارت په خپله مخینه کې د تېر پر خلاف له جهادي ارزښتونو سره خیانت نه دي کړی او پر خپلو ټولو پریکړو ویاړي.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د بریالی سیاست پرمټ توانیدلی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وړاندې پریکړه ونه کړي.

نوموړي څرګنده کړې، اسلامي امارت د افغانانو ګډ ټغر دی او څرنګه چې د نورو سیمو په شان د کاپیسا ولسونو د اسلامي امارت تر سیوري لاندې مبارزه کړې همدارنګه په نظام کې هم شریک دي.

سیاسي مرستیال د خبرو پر دوام ویلي، پخواني چارواکي او مسولین کولی شي هېواد ته راستانه شي او د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته.

د ناستې په پای کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کاپیسا ولایت مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د ولسونو وړاندېزونه دې چمتو کړي څو اړونده ادارې یې د پیل لپاره لاس په کار او راتلونکې بودیجه کې ځای ورکړي.